د ښاغلي حامد کرزي کمپله په ټولیدو ده
عبدالولي منګل عبدالولي منګل

 ۲۲/۵/۲۰۰۹

کله چې ښاغلي حامد کرزي په لومړي ځل په جمهوري ریاست ټاکنو کې د مخپټو اوټونو او د ویره وونکو بي ۵۲ دوستانو په مټ انتخاب شو، نوهغه په وار وار ویلي و، چې که پخپلو ژمنو او کړنو کې ناکام شو او پاتې راغی، نو استعفا به وکړي او چوکۍ به پرېږدي. خو ښاغلي کرزي داسې و نه کړل،او پخپلو ژمنو باندې ټینګ پاتې نه شو.  خو کله چې کرزي ځان د دوهم ځل لپاره کاندید کړ، ډېر زما غوندې وګړي ورته ګوته په غاښ شول! له ځانه سره مې وویل: اخر دا سرخوړونکی ارګ څومره خوږ دی!؟ .

 په دې وروستیو کې د ولسي جرګې یو شمیېر  وکیلانو چې د هغو په ترکیب کې  د پارلمان د کمیسیونونو او فرکسیونونو اود  سیاسي ګوندونو پلاوي شامل و، په ټاکنو باندې د څارنې کمیسیون ته یو۱۹ فقره يي  یادښت وړاندې کړ. په دغه یادښت کې په ډاګه ویل شوي، چې  کرزي  د تحلیف په مراسمو کې ویلي و، چې  هغه به د اساسي قانون  حامي وي او له اساسي قانون  نه به څارنه کوي. خو ښاغلي کرزي نه یوازي دا چې د قانون نه یې څارنه  و نه کړه، بلکې هغه خپله قانون تر پښو لاندې کړ. په یادښت کې راغلي چې، د اساسي قانون د ۶۱ مادې سره سم باید کرزی او د هغه معاونینو چی د جوزې له لومړۍ نیټې يې د کار موده پای ته رسیدلې ده ، خپله دنده پرېږدي او هیڅ قانون به د توشیح لپاره هغه ته و نه سپاري.  همدا رنګه هغوی ویلي چې د جوزې  له لومړۍ نیټې نه راوروسته د قانون له مخې نه ستره محکمه او نه کوم بل داخلي یا خارجي ارګان  دا صلاحیت نه لري چې د جمهور ریئس د کار موده اوږده کړي. په پای کې ددې سند راغلي چې، پداسې حال کې چې کرزی پخپله مسلمان دی، پخپل سوګند باید وفادار وي او باید په خوښه ګوښه شي.

ټولو هېوادوالو ته روښانه ده، چې د کرزي د لومړۍ دورې پای لوبه د ده لپاره ډېره سر پیچونکې او دردوونکي وه .ځکه د هغه پرضد  په کور دننه او بهر بې شمېره د خلکو سرټکونې،نیوکې رامنځ ته شوې .په بهر کې خو د کرزي دوستانو د هغه کارنامې، له واشنګټن نه نیولې بیا تر لندنه او پاریس پورې ، په لاړو  مینځلې.

سپینې ماڼۍ ته د باراک اوباما راتګ د کرزي  هغه جنتي خوبونه سرچپه واړول، کله چې د هغې ماڼۍ واکمن په غوسه شو.نوی واکمن د زوړ واکمن جورج بوش غوندې  ونه خوت، چې تر دې واپس دې کرزی او د هغه بې کفایته، د مافیایي غلو غدۍ، او د شر او فساد ډک بانډ دې و نازوي.

 خو کرزی هم وار خطا نه کړ،او د خپلې مداري ګرۍ او د معامله ګرۍ وروستي چلونه لاړ.روسي ته یې مخ کړ،او په پټه یې ټول کوښښ وکړ چې د خپل شمالي ستر ګاونډي سره هر رنګه اړیکو جوړولو ته چمتو دی، تر څو اوسني دوستان پرې سرګرولو او سوچ کولو ته مجبور کړي. کرزی بریالی شو، امریکایانو او اروپایانو بیرته کرزي ته مخ کړ.هغوی وویریدل چې په رښتیا(( افغانان کرایه کیږي خو خرڅیږي نه)) نو ښه به دا وي چې په بیړه  د کرزي سره تر یوه ټاکلي  وخته اړیکي تودې وساتي. هغه وه چې د غربیانو تروشه ټنډه ورینه شوه او کرزي هم ځان را روانو ټاکنو کې نوماند کړ. او ارګ ته په کډه کاندیدان، جلالی او خلیل زاد د یوه تازه نفس د ایستلو لپاره په مخ را وپرځیدل.

  آیا د ایښتیا او د سیاسي لوبې د حیرانتیاځای  نه دی؟

جلالي ته خو لا دوه کاله وړاندې ځینو خلکو د کمپاین ډنډورې غږولې، احدي هم خپل د پیسو وزارت به وچ ډاګ پرېښود ،چې کوندې ګلخانه یې په نصیب شي.احمدزی خدای خبر چې د کوم زمري زړه یې خپل کړی دی چې ځان یې کاندید کړ؟ ګل اغا شیرزوی،چې د شیر زوی  ځان ته وايي، که څه هم څیره یې د اوبو پړانګ ته ورته ده، هم له نیمي لارې بیرته  ((شاهي باغ)) ته وګرځید .

زه فکر کوم چې پاس پوښتنې  ته به هغه کسان ډاډمن ځواب ووایي کوم چې کولای شي، د دیوالونو بلې خوا خپل نظر وپیي، کوم چې دنیا پخپلو ورغوو کې سره لاس پلاس کوي. خو هر څه  چې وي، هومره ویلی شم چې تر انتخاباتو پورې، یا د انتخاباتو په جریان کې کیدای شي افغانان د نورو  حیرانوونکو او د وړاندینې  نه بهر ، پېښو شاهدان  ووسي.

پداسې حال کې چې کرزی نن ورځ د افغانانو  او بهرنیانو په منځ کې  یوازي د کرکې  نه بل شی نه لري ، وینو چې هغه په ټول ځواک غواړي په څوکۍ کې پاتې شي. دا هم پداسې حال کې چې هغه په رڼو  او شفافو ټانکو کې په سلو کې لس هم نشي ګټلی. نو بیا ولې هغه بیا ځان ونوماوه؟روښانه ځواب دی، کرزی غواړي یو ځل بیا انتخابات نه، بلکې انتخاباتي غوبل جوړ کړي. خو آیا د ده دې غوبل نندارې ته به افغانان لاس تر زني ناست وي؟

له یاده باید و نه وځي چې سږنۍ ټاکنې د تیرو غوندې نه دي. دغو ټاکنو ته ډېرو داسې وتلو څېرو وردانګلي چې زه یې د الف وبا غوندې یادوم:لکه اشرف غني احمدزی - چې د افغانستان د ننه او بهر پلویان لري ،ډاکترحبیب منګل - چې د تیرو  درو لسیزو د دیموکراتیکو  او پرمختګپلوو ځواکونو  نماینده ګي کوي، ډاکتر عبدالله عبدالله او رمضان بشردوست – چې د افغانستان د نارازو توکمو  جهادي ګروپونو استازي دي. آیا دغه پیاوړي نوماندان به هم لاس تر زني ناست وي او خلک به پاڅونونو ته را و نه بولي؟

په بهر کې هم کرزي  نوره خپل ملاتړ له لاسه ورکړی دی .یوې کاناډایي معتبرې ورځپاټې کښلي دي، چې "کرزي ته نور سلامي نشته، او هغه ته به بیا په هوايي ډګر کې سره فرشونه لیکه نشي. " د متحده ایالتونو د باندینو چارو وزیرې هیلاري کلنټن خو لا لږ وړاندې ،" کرزی او د ده کبینه یې د دنیا تر ټړولو بې کاره او بې کفایته  اداره وبلله." بل پلو متحده ایالتونو  او متحدینو ته یې کرزی نور د باور سړی نه دی،د هغه د کمپلې د ټولولو لپاره راتلونکي انتخابات بس دي. خو که په ټاکنو کې کرزي درغلي وکړه، نو بیا ورته د خلکو زور چې د خدای زور دی ،بس دی.


May 23rd, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات